د ارزګان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ارزګان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کي يو کس د ځان وژني هڅه کړې؛ خو ژغورل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه کس د کورني تاوتریخوالي له امله د ځان وژني هڅه کړې وه؛ خو ژغورل سوی او وروسته روغتون ته د درملني په موخه انتقال سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه کس په غاړه کي ځان ويشتلی دئ او ټپي سوی دئ.

په ورته وخت کي ط..البانو هم ياده پېښه منلې ده او په خبره ئې چي دوی ئې په اړه څېړني پيل کړي.