د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي چي تېره شپه ئې د کابل ولايت د تهيه مسکن په سيمه کي اريانا

د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي چي تېره شپه ئې د کابل ولايت د تهيه مسکن په سيمه کي اريانا ټانک ته څېرمه پر ط..البانو بريد کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي درې ط..البان وژل سوي او يو بل ط..الب ټپي سوی دئ.
د ازادۍ جبهې په ټولنيزو رسنيو کي د دغه بريد ويډيو هم نشر کړې ده.

باید وويل سي، چي تراوسه پوري ط..البانو د ازادۍ د جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.