د ازادۍ جبهې رهبر جنرال ياسين ضياء پر خپله اېکس پاڼه ليکلي کي چي د افغانستان پخواني جمهور رئيس محمد اشرف غني

د ازادۍ جبهې رهبر جنرال ياسين ضياء پر خپله اېکس پاڼه ليکلي کي چي د افغانستان پخواني جمهور رئيس محمد اشرف غني، دوه ځله د هیواد د اساسي قانون د ساتني له پاره پر قرآن لوړه کړې وه.
هغه ته دا ستر مسئولیت سپارل سوی و چي د اساسي قانون او خلګو حقوق خوندي کړي، خو غني په دې مسئولیت او سوګند کي وفاداره پاته نه سو.
هغه ليکلي څوک چي د خالق پر وړاندي کړي لوړي ته وفادار نه سي، د خالق مخلوق ته به څنګه صادق پاته سي؟

د هغه په خبره اشرف غني د واک پر مهال د ملت هیلي له خاورو سره خاوري کړې او د اساسي قانون دفاع ئې ونه کړه.
جنرال ياسين ضياء دغه راز ليکلي دي: «تاسو د قانون له مخي د وسله‌والو ځواکونو سر اعلی قوماندان واست آیا د سر اعلی قوماندان وظیفه دا وه چي له هیواده وتښتي، که دا چي د هیواد د وسله‌والو ځواکونو ترڅنګ ودرېږي، هغو ځواکونو چي د هیواد د سقوط تر ورځي پوري د وطن او خلکو د ساتني له پاره په مېړانه و جنګېدل او قرباني ورکول.»
هغه ويلي چي اشرف غني دا څلور کاله ولي چوپ و، چي ولس ته وضاحت ورکړي.