د ازبکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په آیریتوم ګمرکي بندر کي یو افغان وګړی د نشهيي توکو د قاچاق په تور نیولی دئ.
د ازبکستان د دولتي امنیت ادارې په وینا، د دغه افغان له موټر او په ترمذ ښار کي د هغه د کور څخه شاوخوا یو کیلو او ۸۰۰ ګرامه تریاک او هیرویین ترلاسه سوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخي د دې پېښي په تړاو یو ازبکستانی وګړی هم نیول سوی او د دواړو کسانو دوسيې تر څېړني لاندي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخي په افغانستان کي د کوکنارو کرکېله ۳۳۰ سلنه او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه زیات سوی دئ.