د ازبکستان پولیسو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد په ترمذ ښار کي ئې يو افغان د تارياکو د خرڅولو په تور نیولی

د ازبکستان پولیسو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد په ترمذ ښار کي ئې يو افغان د تارياکو د خرڅولو په تور نیولی.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان غوښتل د ترمذ په نړۍوال سوداګريز مارکېټ کي ۵۰۶ ګرامه تارياک خرڅ کړي، چي د پوليسو له خوا په ځانګړو عملياتو کي نيول سوی دئ.
پوليس وايي چي د هغه قضيه اوس تر څېړنو لاندي ده او پوليس هڅه کوي، چي د هغه نور همکاران هم پيدا او ونيسي.