د اسرائیلو د پرله‌پسې بریدونو او سختو محدودیتونو سربېره

د اسرائیلو د پرله‌پسې بریدونو او سختو محدودیتونو سربېره، زرګونو فلسطینیانو د لوی اختر د لمانځه مراسم په مسجدالاقصی کي ادا کړل.
لمونځ کوونکو د امنیتي فشارونو او روانو جګړو باوجود د اختر لمونځ په ګډه ترسره کړ او د فلسطین د خلګو له پاره یې د سولي، ازادۍ او ثبات دعاوي وکړې.