د اسرائیلو له خوا پر لبنان د بریدونو په دوام

د اسرائیلو له خوا پر لبنان د بریدونو په دوام، نړۍوال فشار زیات سوی چي د ایران او امریکا ترمنځ اوربند دي لبنان ته هم وغځول سي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره ایویټ کوپر ویلي، چي د سیمي د ثبات له پاره باید د دوو اوونيو په اوربند کي لبنان هم شامل سي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ماو مېنګ هم ټینګار کړی، چي اوربند باید لبنان ته وغځول سي.

دغه راز د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو د امانوېل مکرون او مسعود پزشکیان تر ټیلیفوني خبرو وروسته ویلي، دغه لنډ مهاله اوربند له امله باید لبنان د سولي په طرحه کي شامل سي.
همداراز د هسپانیا حکومت د اسرائیلو له بریدونو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې او ټینګار ئې کړی، چي لبنان باید د اوربند برخه وګرځي.