د اسرائیلو پوځ د جمعې په ورځ اعلان کړی، چي په تهران کي ئې د ايران د حکومت پر وړاندي نوي بريدونه پيل کړي دي.
په ورته وخت کي د جمعې په ورځ سهار د تهران په بېلابېلو برخو کي د چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي.
د تهران څخه عيني شاهدانو ويلي، چي د تهران په يو شمېر سيمو کي هوايي بريدونه هم سوي دي.