د اسرائیلو پوځ د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د ايران اسلامي جمهوريت اړوند مهم مرکزونه ئې په تهران کي په نښه کړي دي . د اسرائیلو د پوځ په دغه خبرپاڼه کي راغلي، چي د اسرائیلو هوايي ځواک څو شېبې وړاندي د تهران په زړه کي پر ټاکل سوو هدفونو پراخ بریدونه پیل کړي دي.
د اسرائیلو د پوځ په وينا دغه بریدونه د یوې منظمي او پلان سوي عملیاتي برنامې برخه ده.
بلخوا د تهران څخه د اسرائیلو د وروستيو بريدونو ويډيوګاني هم نشر سوي، چي د تهران په څو سيمي کي د چاودنو لوګي لېدل کېږي.