د اسرائیلو ۱۳ شبکې راپور ورکړی

د اسرائیلو ۱۳ شبکې راپور ورکړی، چي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران پر وړاندي د جګړې له پاره د اهدافو د پراخولو طرحه تایید کړې او نوي هدفونه ئې هم ور زیات کړي دي.
د راپور له مخي، اسرائیل د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو د برید له پاره چمتووالی نیسي او د پوځي ارزونو پر بنسټ ښایي جګړه لا څو اوونۍ دوام وکړي.