د افغانستان د ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د‌ جمعې په ورځ ئې د بدخشان ولايت زيباک ولسوالۍ ته پر لار د ط..البانو پر بهرني ملاتړ کوونکو وسله والو بريد کړی.
دغي جبهې ويلي، چي په دغه بريد کي ئې دوه کسان وژلي او درې نور ټپيان سوي دي.
د يادي جبهې په وينا چي دغه کسان د ط..البانو بهرني ملاتړي وو او غوښتل ئې زيباک ته د ط..البانو د جګړې د حمايت له پاره ولاړ سي، چي د ازادۍ جبهې له خوا ورباندي بريد سوی او ياده مرګ ژوبله ئې اړولې ده.

ازادۍ جبهې همدارنګه ادعا کړې چي په افغانستان کي د ط..البانو ترڅنګ د بهرنیو وسله‌والو حضور لا هم دوام لري او افغانستان اوس د نړۍوالو توندلارو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل سوی دئ.
ط..البانو تر اوسه د ازادۍ جبهې د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.