د افغانستان د ازادۍ جبهې د يکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د يکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي تېره شپه ئې د نورستان ولايت په دوآب ولسوالۍ کي د ط..البانو پر پوځي مرکز بريد کړی، چي له امله ئې ۶ ط.. البانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي ئې دوه ط..البان وژلي او څلور نور ټپيان دي.
د يادوني وړ ده، چي د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه تر اوسه ط..البانو څه نه دي ويلي.