د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنج شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنج شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي د تېري سې شنبې په ورځ ئې د بدخشان ولايت په کران او منجان ولسوالۍ کي ئې د ط..البانو پر يوه موټر بريد کړی.
د يادي جبهې په وينا چي په دغه بريد کي ئې د ط..البانو يو قوماندان او د هغه څلور ساتونکي وژلي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي چي د يادو ط..البانو موټر په بشپړ ډول ويجاړ سوی دئ.

تر اوسه ط..البانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.