د افغانستان د ازادۍ جبهې په تازه نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې په تازه نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د يکشنبې په ماخستن ئې د کندز ښار ته نژدې په چهار دره سيمه کي د ط..البانو پر يوه پوځي موټر بريد کړی، چي له امله ئې درو ط..البانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي دوه ط..البان وژل سوي او يو بل ټپي سوی دئ.
دغي ډلي تر دې مخکي ويلي وو، چي په بدخشان او تخار ولايتونو کي ئې هم څلور ط..البان وژلي وو او يو شمېر نور ئې ټپيان کړي وو.

بايد وويل سي، چي ط..البانو تر اوسه پوري د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.