د افغانستان د ازادۍ جبهې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د پنج شنبې په ماښام ئې د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کي د ط..البانو د جلب او جذب پر مرکز بريد کړی، چي له امله ئې څلورو ط.. البانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یادي جبهې په وينا په دغه بريد کي دوه ط..البان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.
تر دې مخکي په کندز ولايت کي هم د دوو ط..البانو د وژل کېدو ادعا يادي جبهې کړې وه.
بايد وويل سي، چي تر اوسه د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه ط..البانو څه نه دي ويلي.