د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو دایمي استازي نصیراحمد فایق خبرداری ورکړی

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو دایمي استازي نصیراحمد فایق خبرداری ورکړی، چي په اوسني حساس وضعیت کي د ډیورنډ موضوع راپورته کول د خلګو پام د افغانستان د جدي کورنیو ستونزو څخه اړوي.
هغه د محمد محقق د څرګندونو په غبرګون کي ويلي، چي په دې حساس وخت کي ورته موضوعات را پورته کول د افغانستان د داخلي ستونزو څخه د افکارو د بدلولو په مانا دي.
فایق ویلي، چي اوسمهال افغانستان د پراخو ټولنیزو او اقتصادي کړکېچونو سره مخ دئ، چي په کښي د ښځو او نجونو له اساسي حقونو محرومیت، د بې‌کارۍ او فقر زیاتوالی او د بشري مرستو پراخي اړتیاوي شاملي دي.

هغه ټینګار کړی، چي د تعلیم محدودیتونه او د معاصرو علومو کمزوري کېدل ځوانان سختدریځۍ ته نژدې کوي.
نوموړي د يادو ستونزو حل لاره د یوه داسي ملي او قانون‌محوره نظام په رامنځ ته کېدو کي بللې، چي د خلګو پر ارادو ولاړ وي.