د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بنت له اروپايي ټولني او نورو هیوادونو غوښتي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بنت له اروپايي ټولني او نورو هیوادونو غوښتي، چي افغان کډوال هغو ځایونو ته نه اخراجوي، چي ژوند او خوندیتوب ئې له ګواښ سره مخ وي.
بنت خبرداری ورکړی، چي له ط..البانو سره د بشري حقونو په برخه کي د څرګند پرمختګ تر لیدلو مخکي باید د اړیکو عادي کولو او مشروعیت ورکولو هڅه ونه سي.
هغه په بروکسل کي د ط..البانو له پلاوي سره لیدني هم د اندېښنې وړ بللي او ویلي ئې دي، چي دا ډول ناستي د بشري حقونو د سرغړونو د عادي کېدو خطر لري.

د نوموړي په وینا ده او د ملګرو ملتونو نورو ځانګړو راپور ورکوونکو په دې اړه اروپايي ټولني او ځینو هیوادونو ته رسمي لیکونه استولي، خو لا ئې جواب نه دئ ترلاسه کړی.