د افغانستان له پاره د پاکستان پخواني استازي، آصف دراني، ط..البانو ته خبرداری ورکړي چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیکونه لا هم پر دوی پلي دي او که د بشري حقونو څخه سرغړونه او یا هم د ترهګرۍ ملاتړ وکړي، نو قانوني ستونزي به ورته پیدا سي.
دراني دا څرګندوني د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه کړي او ویلي ئې دي چي ط..البانو ته ئې اخلاصمندانه سپارښتنه دا ده چي د امنیت شورا پرېکړهلیکونه جدي ونیسي.
یادونه باید وسي چي دا څرګندونې په داسي وخت کي کېږي چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ اړیکي ترینګلي سوي دي او دواړه هیوادونو ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي.