د افغانستان متحدي جبهې ادعا کړې، چي ځواکونو ئې د اګست په میاشت کي د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کي د ط..البانو پر پوستو او ځواکونو ۴۳ بریدونه ترسره کړي دي.
د دې جبهې ویاند هلال کاکړ د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کي ویلي، چي دغه بریدونه د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۱مي نېټې پوري سوي دي.
د کاکړ په وینا، په دغو بریدونو کي د ط..البانو ۷۴ غړي وژل سوي او ۳۵ نور ټپیان سوي دي.
ط..البانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دئ ښودلی.