د افغانستان متحدي جبهې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د فارياب ولايت په بند ولسوالۍ او بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کي ئې د ط..البانو پر پوستو بریدونه کړي دي، چي له امله ئې ۸ ط..البانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغي جبهې ويلي، چي په دغو بریدونو کي څلور ط..البان وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.
ط..البانو د يادي جبهې د ادعا په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.