د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د ABN تلوېزيون سره په تازه مرکه کي ويلي، چي امریکايي ځواکونو د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکي خپل ځانګړي ځواکونه د افغانستان څخه ایستلي وو او د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په دفاع وزارت کي د نظام د دفاع له پاره څوک نه وو پاته.
هغه ويلي امریکا نه غوښتل چي د جمهوري نظام ملاتړ وکړي او له هغو افغانانو سره ئې له مخکي د ایستلو ژمني کړي وې، چي له امریکایانو سره ئې کار کوئ او يا ئې ورسره اړيکي وې.
هغه ادعا کړې چي د سقوط په ورځ د امریکا سفارت سهار شاوخوا ۹ بجې تخلیه سوی و، مهم اسناد ئې سوځول سوي او کارکوونکي ئې هوايي ډګر ته انتقال سوي وو.
د غني په وینا، هغه د نظام له مشرانو څخه وروستی کس و چي له افغانستانه وتلی او د هغه تر وتلو مخکي د هغه وخت د دفاع وزیر بسمالله محمدي هم په الوتکه کي ناست و او د هيواد څخه د وتلو په حالت کي و.
غني ټینګار کړی چي که امریکا رښتیا هم د جمهوري نظام د ساتلو هڅه کوله، نو ولي ئې د نظام له سقوط مخکي خپل ځانګړي ځواکونه او نور مهم کسان له افغانستانه ایستل.