د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کي ویلي، دا بریدونه یوازي امنیتي پېښه نه، بلکي د افغانستان د اوسني وضعیت او راتلونکي په اړه د جدي ملي فکر غوښتنه کوي.
هغه ویلي، افغانان حق لري وپوښتي چي ولي ئې هیواد له یوه بحرانه بل ته ننوځي، ولي د ملي حاکمیت پرلهپسې نقض ته اغېزناک نړۍوال غبرګون نه ښودل کېږي او ولي افغانستان د نړۍ له تعامل څخه لیري سوی دئ.
اشرف غني ټینګار کړی، چي افغان ولس نور جګړه نه غواړي، بلکې سوله، ثبات او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق غواړي.
د هغه په وینا، د روان بحران د حل له پاره باید افغانستان خپله نړۍواله بېطرفي اعلان کړي، له نړۍ سره اړیکي بېرته ورغوي او د ټولو افغانانو په ګډون ملي اجماع رامنځته سي.
هغه ویلي، له هېڅ ډول امتیاز غوښتني پرته چمتو دئ چي د افغانستان د ملي اجماع او له نړۍ سره د اړیکو د بیا ټینګښت له پاره خپله ونډه واخلي.