د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت خپور کړي پیغام کي ویلي، چي افغانستان له یوه حساس او برخلیک ټاکونکي حالت سره مخ دئ او ملت باید د خپل راتلونکي له پاره سم انتخاب وکړي.
نوموړي وویل، له تېرو نژدې پنځو کلونو راهیسي افغانستان ورځ تر بلي منزوي کېږي او ډېری هیوادونه اوس افغانستان ته د یوه امنیتي ګواښ په توګه ګوري.
اشرف غني زیاته کړې، چي د اوسني وضعیت اصلي ستونزه د مشروعیت نه موجوديت دئ او مشروع نظام یوازي هغه وخت رامنځته کېدای سي، چي ملت ئې په خپله خوښه وټاکي. هغه وویل، د خلکو اراده، ملي یووالی او د ملت ګډه اجماع د هر نظام بنسټ جوړوي.
نوموړي د هیواد اقتصادي ستونزو، لوږي، بېوزلۍ، وچکالۍ او سیلابونو ته په اشارې وویل، افغانان له سخت ژوند سره مخ دي او ګڼي کورنۍ نه پوهېږي چي لومړی د کوم بچي لوږه ماته کړي.
هغه ټینګار وکړ چي افغانستان پراخ طبیعي او اقتصادي امکانات لري، خو ناسمو پریکړو خلګ له ستونزو سره مخ کړي دي.
پخواني ولسمشر د نجونو د زده کړو او د ځوانانو د راتلونکي موضوع هم مهمه وبلله او زياته کړې ئې ده، چي هېڅ ملت د خپلو ښځو او نجونو له ونډي پرته پرمختګ نه سي کولای.
هغه وویل، باسواده نجوني او ځوانان د افغانستان د راتلونکي بنسټ جوړوي.
اشرف غني همداراز د سیمي وروستیو بدلونونو، په ځانګړي ډول د جګړو پراخېدو ته اشاره وکړه او ویې ویل چي افغانستان باید د سیمي له تحولاتو بېپروا پاته نه سي. نوموړي له افغانانو وغوښتل چي د هیواد د راتلونکي له پاره ملي بحث او تفاهم رامنځته کړي، خو ټینګار ئې وکړ چي هېڅ اختلاف باید افغانان بېرته خپلمنځي جګړې او ویني تویېدو ته ونه هڅوي.
هغه په پای کي دغه راز ويلي، چي د سولي، مشروع نظام، اقتصادي پرمختګ او ملي یووالي له پاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دئ.