د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د اسد اوومه، د ملي بیرغ د ورځي، په مناسبت افغانانو ته مبارکي ورکړې.
غني د خپلو ټولنيزو شبکو په رسمي پاڼو کي د اسد د اوومي د افغانستان د ملي بيرغ د ورځي مبارکي ټولو افغانانو ته ويلې ده.
هغه دا پیغامونه په داسي مهال خپاره کړي، چي پرون د اسد اوومه د افغانستان دننه او د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کي مېشتو میلیونونو افغانانو د ملي بیرغ ورځ ونمانځله.
ګڼو افغانانو د ټولنیزو رسنیو له لاري د هیواد د درې رنګه ملي بیرغ انځورونه او پیغامونه خپاره کړه او د دې ورځي درناوی ئې وکړ.