د افغانستان پر ۳۰۰ میله سړک یو سفر د نیویارک ټاټمز خبریالانو له کابله تر کندهاره پوري په موټر کي سفر کړی

د افغانستان پر ۳۰۰ میله سړک یو سفر
د نیویارک ټاټمز خبریالانو له کابله تر کندهاره پوري په موټر کي سفر کړی دئ.
هغوى لیکي سړک روغ او ترمیم سوی دئ، او د سفر وخت له ۱۸ ساعتونو څخه ۸ ساعته ته راکښته سوى دئ.

امنیت بر قراره دئ، خو بېکاري او وچکالي افغانان کړوي.
کندهاریان وايي جنګ ختم دئ، خو بې روزګاري زیاته سوې ده. پخوا جنګ وو، اما کار او روزګار هم وو.
یو طالب جنګيالی وايي اوس انډیوالیزم غټ مشکل دئ، که واسطه ولرې، کار سته. خو که واسطه ونه لرې، کار نسته.

له هغه وخته چي طالبان په ۲۰۲۱ کال کي بېرته واک ته ورسېدل، هڅه یې کړې ده چي د دې سړک او ټول هېواد هغه بڼه بدله کړي چي پخوا یې د تاوتریخوالي او جګړې نښه وه، او پر ځای یې ټینګ امنیت او اداره راولي.
هغه لار چي پخوا به د بمونو په کندو او د درنو لاریو په ژورو نالیو ډکه وه، اوس دومره هواره ده چي خلک کولای سي د ختیځ افغانستان پر وچو او شاړو دښتو کي د سفر پر مهال ویده سي.
د موټرو او بسونو له ښیښو څخه چي کتل کېږي، د څو نسلونو جګړو نښي ورو ورو ورکېږي.

یوه ماښام مو ولیدل چي یو سړی د لمانځه تر اذان مخکي خپل کوتري روزلې. د بس او لاریو چلوونکي پر نوو او ځلاندو پټرولو پمپونو کتار ولاړ ول، بیا به یې د وریو کباب خوړلو ته تم کېدل.
اوس بسونه کولای سي له کابله تر کندهاره سفر په شپږو تر اتو ساعتونو کي بشپړ کړي؛ حال دا چي د جګړې پر مهال به دا مزل تر اتلسو ساعتونو رسېده.
خو بیا هم پر دې لار پېښي ډېري دي، ځکه موټر، بسونه او لارۍ په ډېر تېز سرعت تېرېږي.

اقبال نوري، چي په کندهار کي د موبایل دوکان لري، وایي:
«د پخواني حکومت درنې وسلې او ډېري پیسې چندان کار ورنه کړ. موږ مجبوره یو پر طالبانو باور وکړو، بله لاره نه لرو.»
لومړۍ لویه لار یو وخت د امریکا د بیارغونې د پروګرام ښکارندوی وه، خو وروسته د لوېدیځو مرستو د ضایع کېدو نښه وګرځېده. په ۲۰۱۶ کال کي د افغانستان د بیارغونې د ځانګړي مفتش دفتر راپور ورکړی و چي ۹۵ سلنه قیر سوي سړکونه زیانمن یا له منځه تللي ول. د جګړو له امله به د کابل ـ کندهار ۳۰۰ میله سفر تر ۱۸ ساعتونو رسېده.

نصیب الله خاکسار، چي د لارې پر غاړه بادام او وچ زردالو پلوري، وایي:
«د دې سړک تر څنګ لویېدل معنا دا وه چي ژوند به تل ګډوډ و. نه به سمه لوبه کېدلای سو، نه به ښوونځي ته تلل اسانه وو. که به د طالبانو ګزمه ښکاره سوه، پوهېدو چي ژر به جګړه پېلېږي.»
اوس وایي چي د شپې پر موټرسايکل بې وېرې ګرځي، او خپل دوکان هیڅکله نه قلفوي.

«شاوخوا پټي اوس یوازي پټي دي، نور د جګړې ډګرونه نه دي.»
د سفر پر مهال ښځې او نجوني نږدې نه ښکاره کېدې؛ یوازي به مو کله ناکله د ټکسي یا بس له شا څوکۍ څخه ولیدلې. طالبانو هغوی له عام ژوند څخه نږدې بشپړ ایستلي دي: ډېری کارونه او له شپږم ټولګي پورته زده کړې پرې بندي دي، او بې له نارینه ملګري اوږده سفر نه سي کولای.
د World Bank د اټکل له مخي، دا حالت ښايي هر کال د افغانستان اقتصاد ته ۱.۴ میلیارد ډالره تاوان ورسوي.

⸻
هغه سړي چي موږ په هر تم ځای کي ولیدل، د خپل معیشت په اړه اندېښمن ول. د لاریو چلوونکي، مېوه پلورونکي، ویلډران او قصابان ټولو وویل چي ښه امنیت ښه کار دی، خو بسنه نه کوي. دوی تل د فابریکو او پراختیا غوښتنه کوله.
نور آغا رحماني، چي په غزني کي نجار دی، وایي:

«ځوانان بې کاره دي، په کورونو کي ناست دي. موږ فابریکې ته اړتیا لرو.»
د World Food Programme له مخي، له ۴۰ سلنې ډېر وګړي له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
رحماني وایي:

«پخوا امنیت نه و، خو کار پیدا کېده. اوس امنیت سته، خو کارونه ډېر کم سوي دي.»
⸻
کابل ته نږدې، د لارې پر اوږدو وران پوځي اډې پرتې وې، او د پرېښودل سوو کورونو کتارونه هم ورسره مل ول.

په میدان وردګو کي یو کلي کي له ۳۰۰ کورونو یوازي څو پاته اوسېدونکي لري. جومات هم پرېښودل سوی، دېوالونه یې د مرمیو په سوریو ډک دي.
جګړه ختمه سوې ده، خو ډېر کسان وایي چي د سولې چوپتیا له بې پروايۍ سره مل ده.
ګل رحمان حمایت، یو پخوانی طالب جنګیالی، د خپل وران کور مخته ولاړ وایي:

«که په لوړو پوړیو کي څوک ونه لرې، درته څه نه رسېږي.»
هغه وایي جګړې یې مور او دوه وروڼه ترې واخیستل، خو لږ تر لږه د یوه هدف لپاره جنګېده، د طالبانو د نظام د ټینګښت لپاره.
«اوس چي هغه نظام راغلی، زموږ لپاره هیڅ هم نسته.»