د افغانستان کرکټ بورډ او د اسیا کرکټ شورا په ګډه اعلاميه کي ويلي چي د نولس کلنو (U19) اسیا جام سیالۍ به د افغانستان

د افغانستان کرکټ بورډ او د اسیا کرکټ شورا په ګډه اعلاميه کي ويلي چي د نولس کلنو (U19) اسیا جام سیالۍ به د افغانستان په کوربتوب، راتلونکی ډيسمبر مياشت کي په متحده عربي اماراتو کي ترسره سي.
ټاکل سوې چي په دې سیالیو کي د اسیا د بېلابېلو هیوادونو ځوان لوبډلي ګډون وکړي. دا لومړی ځل دئ چي افغانستان ته د اسیا جام د کوربتوب موقع ورکول کېږي، که څه هم دا سیالۍ به د امنیتي او لوژستیکي دلایلو له امله په عربي اماراتو کي ترسره سي.