د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په سعودي عربستان کي خپلو غير ضروري کارکوونکو ته امر کړی، چي د امنيتي ګواښونو د زياتوالي له امله د خپلو کورنيو سره يو ځای دغه هيواد پرېږدي.
تر دې مخکي د امريکا حکومت په بحرين کي هم د خپلو غير ضروري کارکوونکو څخه غوښتي و، چي د امنيتي ګواښونو له امله دغه هيواد پرېږدي او د خپلو کورنيو سره خوندي ځای ته دي ولاړ سي.