د امریکايي الوتکو نسکورېدل امریکا له ستر ګواښ سره مخ کړې ده.
لیکوال: آدام واینشتاین
منبع: Responsible Statecraft
یوازي ۲۴ ساعته وروسته له هغه چي ډونالډ ټرمپ په خپله ملي وینا کي څلور ځله ټینګار وکړ چي ایران «په بشپړه توګه نابود سوی دئ»، د امریکا د هوايي ځواک یوه F-15E Strike Eagle الوتکه د ایران د خوزستان پر سر راوغورځول سوې ده. دا د جګړې تر ټولو جدي مستقیمو نښتو څخه یوه بلل کېږي.
په دې الوتکه کي دوه پیلوټان وه؛ یو د جګړهییز ژغورني (CSAR) له لاري وژغورل سو، خو بل تر اوسه د ایران په خاوره کي ورک دئ. د ژغورني عملیات لا هم روان دي، خو ډېر خطرناک دي، ځکه د ایران ځواکونه او ځايي ډلي د پیلوټ د موندلو لپاره راوتلي دي.
له ۲۰۰۱ وروسته، امریکايي ځواکونو زیاتره په داسي سیمو کي جګړه کړې لکه افغانستان او عراق، چیري چي دښمن د قوي هوايي دفاع توان نه درلود. له همدې امله، دا پېښه یوازي یو تاکتیکي تاوان نه دی، بلکي په تېرو ۲۵ کلونو کي د امریکا لپاره د رښتینې متعارفي جګړې لومړۍ جدي تجربه ده.
د امریکايي پیلوټانو روزنه:
امریکايي پیلوټان د دې ډول حالاتو لپاره روزل کېږي. د SERE (ژوندی پاته کېدل، تېښته، مقاومت او خلاصون) روزنه هغوی ته دا زده کوي چي:
• ژوندي پاته سي
• له نیول کېدو ځان وژغوري
• که ونیول سي، مهم معلومات ورنه کړي
د CSAR عملیات معمولاً له څو الوتکو او هیلیکوپترو څخه جوړ وي، خو د ایران په څېر یو قوي دفاعي چاپېریال کي دا کار ډېر خطرناک دی.
همدارنګه، یوه بله A-10 Warthog الوتکه هم هرمز ته نژدې وویشتل سوه او پیلوټ ممکن ژوندی ایراني فوځ نیولي وي.
د وخت په تېرېدو سره، د تلفاتو خطر زیاتېږي او دا امکان کمېږي چي امریکايي ځواکونه تر ایراني ځواکونو مخکي ورک پیلوټ ومومي.
که ورک پیلوټ ژوندی ونیول سي، د نړیوالو قوانینو له مخي—په ځانګړي ډول د جنیوا کنوانسیونونو—هغه د جنګي اسیر (POW) په توګه حسابېږي.
دا پېښه د ایران لپاره یوه تبلیغاتي بریا هم ده. ځینو چارواکو لکه محمدباقر قالیباف حتی دا موضوع په علني ډول تمسخر کړې ده.
یوه میاشت مخکي دا خبره سخته وه چي تصور وسي ایران به یوه امریکايي الوتکه راوغورځوي او یو عسکر به اسیر کړي، خو اوس دا واقعیت ته نژدې سوی دی.