د امریکايي جنګي بېړۍ «ابراهام لینکلن» په اړه څومره پوهېږو او ولي د ایران اوبو ته نږدې سوې ده؟
• لیکواله: غنچه حبیبي
له هغه وروسته چي په ایران کي پراخ اولسي اعتراضونه پیل سول او د معترضینو پر ضد تاوتریخوالی وسو، د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته سوه، آن د امریکا د احتمالي برید خبري هم راپورته سوې. په ځانګړي ډول د رواني اوونۍ په پیل کي، کله چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل: «یو ستر سمندري ځواک د ایران پر لور روان دی»، که څه هم هغه هیله وښوده چي ښايي د هغه له کارولو اړتیا پېښه نه سي.
له هغو بېړیو څخه چي په دې وروستیو اوونیو کي یې ډېر پام ځان ته اړولی، یوه هم د «یواېساېس ابراهام لینکلن» الوتکوړونکې بېړۍ ده.
دا الوتکوړونکې بېړۍ چي په اټومي سونګ چلېږي، په ۱۹۸۹ میلادي کال کي د امریکا د سمندري ځواکونو رسمي خدمت ته داخل سوې او د امریکا له تر ټولو سترو او پرمختللو الوتکوړونکو بېړیو څخه شمېرل کېږي.
که څه هم دې بېړۍ خپل د تعقیب (ردیابي) سیستم بند کړی، خو بیا هم د بېلابېلو لارو د هغې تعقیب ممکن دی. په اصل کي، حتا که یوه بېړۍ خپل د تعقیب سیستم بند کړي، بیا هم د سمندري څار متخصصینو له نظره په بشپړه توګه «ورکه» نه سي.
په همدې تړاو، موږ وکولای سول چي د الوتنو د تعقیب له یوې وېبپاڼې، «فلایټ رادار ۲۴»، څخه د امریکا هغه پوځي هلیکوپترونه وڅارو چي د دې بېړۍ پر سر الوتنې کوي او له همدې لاي د بېړۍ احتمالي موقعیت اټکل کړو.
د «یواېساېس ابراهام لینکلن»الوتکوړونکې بېړۍ، چي د امریکا د شپاړسم ولسمشر په نوم نومول سوې، د ۱۹۸۹ کال د نومبر پر ۱۱مه خپل خدمت پیل کړ.
دا بېړۍ د امریکا د سمندري ځواکونو د بریدیزي ډلي برخه ده. په دې ډله کي د لینکلن ترڅنګ درې توغندیو سمبال ویجاړوونکې بېړۍ هم شاملې دي:
• «یواساس فرانک اې. پیترسن جونیئر»
• «یواساس سپرونس»
• «یواساس مایکل مورفي»
پر لینکلن بېړۍ د اف/اې-۱۸ اي/اېف سوپر هورنېټ جنګي الوتکې، اېاې-۱۸ جي ګرولر الوتکې، اف-۳۵ سي جنګي الوتکې او اماېچ-۶۰ آر/اېس هلیکوپترونه ځای پر ځای دي.
دا بېړۍ د نیمیتز ټولګي الوتکوړونکې بېړۍ ده او شاوخوا شپږ زره پرسونل پکښي ځایېږي. اوږدوالی یې تر ۳۳۳ مترو لږ دی او په پراخترینه برخه کي یې سور نژدې ۷۷ متره ته رسېږي. د شاوخوا سل زره ټنه وزن لرونکې دا بېړۍ کولای سي په ساعت کي تر ۳۰ سمندري غوټو (نږدې ۵۶ کیلومتره) سرعت سره حرکت وکړي.
ابراهام لینکلن تر دې مخکي هم څو ځله فارس خلیج او د عمان سمندر ته استول سوې ده. د ۱۹۹۰مو کلونو په لومړیو کي د «صحرايي توپان» د عملیاتو پر مهال، چي موخه یې له کویته د عراقي ځواکونو ایستل ول، دا بېړۍ د څار او استخباراتي ماموریت لپاره سیمې ته راغله.
همدارنګه په ۱۹۹۵، ۱۹۹۸ او ۲۰۰۰ کلونو کي دا بېړۍ د امریکا د دفاع وزارت د «سویل څارنه» په نوم د ګزمې په عملیاتو کي د ګډون لپاره فارس خلیج ته ولاړه.
وروسته، د ۲۰۰۲ کال په وروستیو کي، د امریکا او د هغې د متحدینو لهخوا پر عراق د ۲۰۰۳ کال د مارچ د بریدونو تر مخه، یو ځل بیا دا بېړۍ سیمي ته واستول سوه.
په هغه وخت کي ایران د خپل اټومي پروګرام له امله د امریکا تر بندیزونو لاندي و، او هممهاله د هرمز تنګي پر سر د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا لوړه سوې وه.