د امریکا د «سیاسي بدلون» تر شا پټه کیسه؛ موږ باید ساده ونه نه اوسو

د امریکا د «سیاسي بدلون» تر شا پټه کیسه؛ موږ باید ساده ونه نه اوسو!
د امریکا د ولسمشر هغه ځواب چې یوې افغانې هنرمندې ته یې لیکلی، په ظاهره د اصولو، سولې او ملي ګټو خبرې کوي، خو که په ژوره توګه ولوستل شي، دا د افغانستان لپاره د سیاست بدلون نه دی; بلکې د امریکا د ستراتیژۍ د بدلون اعلان دی.
ټرمپ په ښکاره ډول وایي:

نور به امریکا د نړی د اهدافو لپاره نه کاروو، بلکې نړۍ به زموږ د اهدافو لپاره وکاروو.
دا لیک دا پیغام لري چې د امریکا نوې تګلاره «اخلاقي مسئولیت» نه، بلکې «سړې محاسبې» ته ورته ده. افغانستان د دې محاسبې قرباني شوی، نه شریک.
راځئ رښتیا ووایو:

امریکا نه پخوا زموږ لپاره جګړه کوله، نه به اوس زموږ لپاره سوله جوړوي. افغانستان تل د لویو قدرتونو په شطرنج کې یوه مهره پاتې شوی؛ کله د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې، کله د روسیې پر وړاندې، او اوس د چین او نړیوال قدرتي توازن په معادله کې.
دا سیاسي بدلون نه دی، دا یوازې د وسیلې بدلون دی.
ما شخصاً نه اوس او نه پخوا له امریکا تمه لرله چې افغانستان له دې بحران څخه راوباسي. دا زموږ ملي ستونزه ده، او ملي ستونزې بهرني هیوادونه نه حل کوي ملتونه یې حل کوي.

هر بهرنی ځواک، که امریکا وي که بل څوک، لومړی خپل ملت ته ځواب ویونکی دی، نه موږ ته، دا طبیعي خبره ده. ستونزه هلته پیدا کېږي چې موږ لا هم خپلې ملي هیلې د نورو په اجنډا پورې تړو.
همدلته زموږ بهر ناست سیاسي جریانونه باید دا لیک په دقت ولولي.
هغه هیلې چې لا هم ځینو افغان سیاستوالو له امریکا سره تړلي، باید د همدې ځواب له روحیې قیاس کړي چې دوی څومره خام انسان سره هیله تړلې ده.

دا لیک په ښکاره وایي چې امریکا د افغان سیاست د ژغورلو لپاره نه، بلکې د خپل نړیوال موقعیت د ټینګښت لپاره پرېکړې کوي. په همدې بنسټ زموږ سیاستوال باید نور د پردیو د سیاسي قدامت تر سیوري لاندې سیاست ونه کړي ځکه چې د اجیرو اجنډاوو سیاست هېڅ ملت نه ژغوري. موږ افغان‌محوره سیاست ته اړتیا لرو، نه د فرد ‌محوره سیاست ته.
نه امریکا زموږ د راتلونکې ضامن ده،
نه لیکونه، نه احساساتي کمپاینونه،

او نه نړیوال شعارونه
د افغانستان نجات به له کابل، کندهار، هرات او ننګرهار څخه راپورته کېږي، نه له واشنګټنه. تر څو چې موږ افغانان خپل ملي اجماع، فکري استقلال، اقتصادي ځان‌بسياینې او سیاسي بلوغ ته ونه رسېږو، نړۍ به موږ د هدف لپاره وکاروي، نه د حل لپاره. دا د امریکا ضد خبره نه ده، دا د افغان‌محوره سیاست غوښتنه ده. موږ باید نور د نړیوالو لوبو تماشاچیان نه اوسو،
بلکې د خپل برخلیک لوبغاړي شو. همدا تر ټولو سخت، خو تر ټولو رښتینی حقیقت دی.

مطیع الله ځلاند