د امریکا د متحده ایالاتو د رود آیلنډ ایالت پاوتاکت ښار په یوه ښوونځي کي د هاکي لوبي پر مهال ټکان سوي، چي له امله ئې دوه کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي. یاد برید د دوشنبې په ورځ، د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه سوی دئ.
د پولیسو د معلوماتو له مخي، وسلهوال بریدګر چي رابرت دورګان نومېږي، هم په پېښه کي وژل سوی دئ. پولیس وايي، داسي ګومان کېږي، چي بریدګر د خپلو ټکانو له امله خپله وژل سوی دئ.
د ياد ايالت د پوليسو په وينا چي دغه پېښه د کورنيو ستونزو له امله رامنځ ته سوې ده.