د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کي د داع.ش خراسان مالي شبکه لا هم فعاله ده او د دې ډلي په مالي جوړښت کي د پام وړ بدلون نه دئ لیدل سوی.
هغې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چي د داع.ش خراسان د مالي کمېسیون مشري اوس عصمت الله خالوزی چي مشهوره په قاري جمال دئ کوي او مرستيال ئې جعفر الخراساني دی.
د هغې په وینا، دغه شبکه یوازي تر ننګرهاره پوري محدوده نه ده، بلکي کابل، کندهار، ترکیه او متحده عربي اماراتو ته هم د مالي انتقال او همغږۍ اړیکي لري.

دا څرګندوني پر داسي مهال کېږي، چي ط..البان وایي د داع.ش خراسان پر ضد ئې عملیاتو د دې ډلي فعالیتونه کمزوري کړي دي.