د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ويلي، چي د ايران سره ئې خبري ناکامه سوي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ويلي، چي د ايران سره ئې خبري ناکامه سوي.
د هغه په خبره چي ايران شرطونه نه منل ځکه مذاکرات ناکامه سوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس، چي له ایراني استازو سره ئې شاوخوا ۲۱ ساعته خبري کړي وې، بېرته خپل هیواد ته روان سوی دئ.

راپورونه وايي، ونس د لنډي خبري غونډي تر ترسره کولو وروسته د اسلام‌اباد له نورخان پوځي هوايي اډې څخه امریکا ته روان سو.
امریکا د مذاکراتو د ناکامه کېدو سره د نوو بریدونو د ترسره کولو ګواښ کړی دئ.