د امریکا د ټکساس ایالت د شمالي سیمي څارنوالۍ ویلي

د امریکا د ټکساس ایالت د شمالي سیمي څارنوالۍ ویلي، یو افغان وګړی له کم عمره نجونو سره د جنسي تېري او ناوړه ګټي اخیستني په قضیه کي مجرم پېژندل سوی او په ۳۵ کاله بند محکوم سوی دئ.
دغي ادارې ویلي، محکوم کس بادشاه ساهي نومېږي او په ۲۰۲۱ کال کي د افغانانو د تخلیې پر مهال امریکا ته تللی و.
د څارنوالۍ په وینا، نوموړی په درو قضیو کي، چي جنسي تېری، له ماشومانو سره جنسي ناوړه چلند او د ماشومانو د جنسي محتوا جوړول او ساتل په کښي شامل دي مجرم پېژندل سوی دئ.