د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د شنبې په ورځ ويلي، چي ایراني ځواکونو د هرمز تنګي په شاوخوا کي د سوداګریزو بېړیو پر لور څو ځانمرګي ډرونونه استولي وو، خو امریکايي پوځیان توانېدلي چي ټول هدف ته له رسېدو مخکي له منځه یوسي.
د سنتکام په وینا، د دغو عملیاتو له ترسره کېدو وروسته د هرمز تنګي مهمه سمندري لار د نړۍوالو بار وړونکو او سوداګریزو بېړیو پر مخ خلاصه پاته ده.
بايد وويل سي، چي تر اوسه د ايران حکومت د امریکا د يادي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.