د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنتکام وايي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنتکام وايي، چي په تېرو درو میاشتو کي ئې په هرمز تنګي کي ۱۳ سوداګریزي بېړۍ په نښه کړي او ويشتلي دي.
د سنتکام په وینا، دغو بېړیو غوښتل د ایران بندرونو ته داخلي یا ورڅخه بهر سي.
دغه قوماندانۍ زیاته کړې، چي په همدې موده کي ئې ۱۳۰ نوري بېړۍ له خپلي ټاکلي لاري اړولي او درې نوري بېړۍ ئې د امر نه منلو له امله د‌ منځه وړي.