د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ويلي چي د ایران بندرونه ئې محاصره کړي او سمندري سوداګري ئې درولې ده

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ويلي چي د ایران بندرونه ئې محاصره کړي او سمندري سوداګري ئې درولې ده.
سنتکام د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چي د ایران ډېری اقتصاد پر سمندري سوداګرۍ ولاړ دئ او دوی هڅه کوي چي د ايران دغه برخه تر کنټرول لاندي راولي.
سنتکام مخکي د یو اېس اېس تریپولي په نوم د یوې جګړه‌ییزي بېړۍ انځور خپور کړی و، چي د عربو په سمندرګي کي ځای پر ځای سوې وه. په دې بېړۍ کي اېف ۳۵ بي جنګي الوتکه هم د الوتني له پاره چمتو ښودل سوې وه.

د معلوماتو له مخي، دا بېړۍ شاوخوا ۳۵۰۰ سمندري ځواکونه لري او د ایران بندرونو ته د تلونکو او راتلونکو بېړیو څارنه کوي. سنتکام وایي دا اقدام د ټولو هيوادونو پر بېړیو یو شان عملي کېږي.
سنتکام مخکي ویلي وو چي له لس زرو ډېر سرتېري، تر دولسو زیاتي جنګي بېړۍ او لسګونه الوتکي په دې عملیاتو کي برخه لري.
د دوی په وینا، د عملیاتو په لومړیو ۲۴ ساعتونو کي هېڅ بېړۍ له دې سیمي نه ده تېره سوې او شپږ سوداګریزي بېړۍ هم اړي سوي چي خپل مسیر بدل کړي.