د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ادعا کړې چي ایران د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د جوړولو له پاره هڅي پیل کړي دي.
الجزیرې راپور ورکړی، چي ټرمپ ویلي، د امریکا پوځي بریدونو د ایران اټومي پروګرام له ستونزو سره مخ کړی او اوس دغه هیواد د کیمیاوي او بیولوژیکي موادو د ترلاسه کولو په لټه کي دئ.
نوموړي په واشنګټن کي د احتمالي کیمیاوي بریدونو په اړه د اندېښنو په جواب کي ویلي، چي د داسي بریدونو تمه نه لري؛ خو خبرداری ئې ورکړی، چي که پر امریکا کیمیاوي یا بیولوژیکي برید وسي، سخت غبرګون به وښيي.