د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران د چارواکو له خوا د سلګونو اعدامونو د لغوه کېدو په اړه مثبت غبرګون ښودلی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران د چارواکو له خوا د سلګونو اعدامونو د لغوه کېدو په اړه مثبت غبرګون ښودلی دئ.
نوموړي په خپلو خبرو کي ويلي، چي د ایران د حکومت هغه پرېکړي ته درناوی لري چي له مخي ئې ټول هغه اعدامونه ودرول سوه، چي ټاکل سوې وه یوه ورځ وړاندي ترسره سي.
د ټرمپ په وینا، د لغوه سوو اعدامونو شمېر له ۸۰۰ څخه زیات وو او دا اقدام ئې د پام وړ بللی دئ.

ټرمپ د خپلو خبرو پر مهال د ايران د حکومت څخه مننه کړې، چي دغه اعدامونه ئې لغوه کړي دي‌.
په ورته وخت کي بيا د ايران د‌ بهرنيو چارو وزير ويلي، چي په ايران کي د اوس د پاره د اعدام په اړه هيڅ تصميم نسته.