د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ایران د زياتو اقتصادي بندیزونو د لګولو او انزوا د پیل اعلان کړی او ویلي ئې دي، چي د ایران پر وړاندي به تر ټولو سخت اقتصادي اقدامات ترسره کړي.
ټرمپ د پنج شنبې په ورځ په ټروت سوشیال کي ليکلي، ایران ته ئې د هوکړي له پاره ډېر فرصت ورکړی، خو تهران له دغو فرصتونو ګټه نه ده اخیستې.
هغه زیاته کړې چي د امریکا نوی اقدام به د ایران اقتصادي او مالي اړیکي تر سخت فشار لاندي راولي.
ټرمپ دا څرګندوني پر داسي مهال کړي چي د امریکا او ایران ترمنځ د رواني شخړو د پای ته رسولو هڅي له خنډونو سره مخ دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او پوځي فشارونه زیات سوي دي.