د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چي ایران د واشنګټن له ډېرو غوښتنو سره نژدې موافقه کړې؛ خو ایراني چارواکو تر اوسه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چي ایران د واشنګټن له ډېرو غوښتنو سره نژدې موافقه کړې؛ خو ایراني چارواکو تر اوسه د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
ټرمپ ویلي، په روانو خبرو کي پرمختګ سوی او تهران چمتو سوی چي د يورانيمو د غني کولو څخه تېر سي.
د راپورونو له مخي، د امریکا په غوښتنو کي د يورانيمو د غني کولو د اړوندو تاسیساتو تړل او د هرمز تنګي پرانیستل شامل دي.

ټرمپ همداراز ویلي، که هوکړه وسي ښايي پاکستان ته سفر هم وکړي، په داسي حال کي چي ایران مخکي د يورانيمو د نه توليد وړانديز رد کړی وو.