د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي، چي ایران ئې نور د اټومي وسلو د جوړولو څخه منع کړی دئ.
د هغه په خبره چي د ايران د کمزورۍ له پاره نوي پلانونه هم لري.
د ټرمپ په وينا چي ايران نور د پام وړ ځواک نه لري او کمزوری سوی دئ.

د نوموړي په وینا چي ايران ته ئې ډېر درانه ګوزارونه ورکړي او دغه بدلونونو ته په کتلو سره به د ايران سره روانه جګړه ډېر ژر پای ته ورسوي.