د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د ډنمارک له حکومت سره ئې د ګرینلنډ ټاپو په اړه یوې پرېکړي ته رسېدلی دئ.
د هغه په وينا کي د دې نوي پرېکړي مخي به امریکا د تل له پاره د ګرینلنډ امنیتي چاري په خپل لاس کي اخلي.
هغه ويلي دا هوکړه امریکا ته پوره واک ورکوي چي د ګرینلنډ امنیت او نوري چاري سنبال کړي، چي په دې سره به د امريکا ټولي اندېښنې په بشپړ ډول له منځه ولاړي سي.