د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له تهران سره د هر ډول نوي توافق موخه باید دا وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له تهران سره د هر ډول نوي توافق موخه باید دا وي، چي ایران په راتلونکو کلونو کي د اټومي وسلو جوړولو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
نوموړي فاکس‌نیوز ته ویلي، د ایران له لوري د پخوانیو ژمنو نه عملي کېدو د نوي هوکړي رامنځته کول ستونزمن کړي او ټینګار ئې کړی، چي غواړي داسي تړون وسي، چي راتلونکي امریکایي حکومتونه هم د هغه د بدلولو واک ونه لري.
ټرمپ زیاته کړې، د ایران له اوسنیو چارواکو سره د خبرو اترو بهیر لا هم له ستونزو سره مخ دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *