د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هیواد ئې په ګرینلنډ کي د تېلو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هیواد ئې په ګرینلنډ کي د تېلو، ګازو او نورو کانونو د زېرمو د موندلو او استخراج له پاره د پراخو فعالیتونو د پیلولو په حال کي دئ.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخي، ټرمپ د دغو فعالیتونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي ئې دي چي د ځینو کارپوهانو په باور، په ګرینلنډ کي د تېلو د پام وړ زېرمي سته.
دا په داسي حال کي ده چي امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ تېره میاشت د ترینګلتیاوو د کمولو او په دغه ټاپو کي د امریکا د پوځي حضور د پراخولو په اړه هوکړي ته رسېدلي وو.