د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران له امریکا سره یوې هوکړي ته ونه رسېږي، ښايي واشنګټن یو ځل بیا پوځي اقدام وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران له امریکا سره یوې هوکړي ته ونه رسېږي، ښايي واشنګټن یو ځل بیا پوځي اقدام وکړي.
ټرمپ ویلي، تهران باید له امریکا سره جدي خبرې پیل کړي او د هوکړي له پاره ګامونه واخلي.
هغه ادعا کړې، چي د امریکا پخوانیو پوځي عملیاتو د ایران اټومي وړتیاوي کمزوري کړي دي. هغه زیاته کړې، چي د واشنګټن اساسي موخه ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د فرصت نه ورکول دي.