د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران له امریکا سره د هوکړي کولو لېوالتیا لري او واشنګټن ورته د خبرو له پاره یوه اوونۍ مهلت ورکړی دئ.
ټرمپ تېره شپه د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مي کلیزي د مراسمو پر مهال وویل، امریکا وینزویلا ته په یوه ورځ ماته ورکړه او ایران ئې هم سخت وځپی.
د هغه په خبره د خپلي مهربانۍ له مخي ئې تهران ته يوه اوونۍ وخت ورکړی دئ؛ ترڅو د پخواني مشر د جنازې مراسم بشپړ کړي.
ټرمپ دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي په تهران کي د ایران د پخواني ستر او مذهبي مشر علي خامنه ايي د جنازې او ښخولو مراسم روان دي.