د امریکا په ویرجینیا ایالت کي یوې محکمې یو افغان وګړی د ۲۰۲۱ کال د کابل پر نړۍوال هوايي ډګر باندي د داع.ش د بريد

د امریکا په ویرجینیا ایالت کي یوې محکمې یو افغان وګړی د ۲۰۲۱ کال د کابل پر نړۍوال هوايي ډګر باندي د داع.ش د بريد سره د همکارۍ په تور مجرم پېژندلی دئ‌.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چي یاد کس، محمد شریف الله نومېږي چي د لوژيستیکي همکارۍ په تور محاکمه سوی او ښايي د ۲۰ کلونو بند سره مخ سي، خو وروستۍ سزا لا نه ده اعلان سوې.
د هغه مدافع وکیل ادعا کوي چې پر شریف الله کافي شواهد نسته او دوسیه ئې کمزورې ده.

یاد برید د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۲۶مه د کابل نړۍوال هوايي ډګر د ابي ګېټ سره وسو، چي په کښي ۱۳ امريکايان او ۱۶۰ افغانان ووژل سوه.