د اندونیزیا په لوېدیځ کي د شیرینیو جوړولو په یوه فابریکه کي د اورلګېدني له امله ۲۴ کسان وژل سوي او ۳۰ نور ورک دي.
رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د پېښي پر مهال شاوخوا ۳۰۰ کارکوونکي په فابریکه کي موجود وو.
د اندونیزیا د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار سعید اقبال ویلي، د نادرکه سوو کسانو د موندلو له پاره د ژغورني عملیات روان دي، خو د ودانۍ د ځینو برخو د نړېدو احتمال د دغو عملیاتو پر وړاندي ستونزي جوړي کړي دي.
د ځايي چارواکو په وینا، له پېښي وروسته ۲۹ کسان ژوندي ژغورل سوي، چي پنځه تنه ئې روغتون ته لېږدول سوي دي.