د ايران دولت اعلان کړی، چي دوه بنديان ئې د موساد سره د اړيکو په تور اعدام کړي

د ايران دولت اعلان کړی، چي دوه بنديان ئې د موساد سره د اړيکو په تور اعدام کړي.
د ايران رسنيو ويلي، چي ياد کسان د انټرنټ له لاري او د عراق کردستان ته د سفرونو پر مهال له استخباراتي کسانو سره په اړيکه کي وو او وروسته ئې د تخريبي کړنو روزنه هم ترلاسه کړې وه، چي د پوليسو له خوا نيول سوي وو.
تر دې مخکي د بشري حقونو بنسټونو خبر ورکړی و، چي دغه کسان ئې د کرج مرکزي زندان ته لېږدولي دي.

بايد وويل سي، چي په تېر يوه کال کي په ايران کي له ۱۶۰۰ څخه ډېر کسان اعدام سوي دي.